[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان په تړاو د مسکو غونډه پیل شوې او ګډونوالو د امنیت او اقتصادي ستونزو په اړه څرګندونې کړې دي.
د مسکو فارمیټ غونډه کې چې د لړم په ۲۵مه، پیل شوه، د چین، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، هند، قرغزستان، قزاقستان او روسیې استازو ګډون کړی او د ترکیې، قطر، متحده عربي امارات او د سعودي عربستان استازو د ناظرینو په توګه برخه اخیستې ده.
له دغو هیوادونو یوه هم لا تراوسه د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د روسیې د ټاس او سپوتنیک خبري آژانسونو خبر ورکړی چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف دغې غونډې ته پخپلې پرانستونکې وینا کې پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې او ويلي: “زموږ ځانګړې اندېښنه د افغانستان په شمالي سیمو کې چې زموږ د مرکزي آسیا له شریکانو سره ګډه پوله لري، د داعش د پاتې نفوذ په اړه ده.”
خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې هېڅ هېواد ته له افغانستان څخه ګواښ متوجه نه دی .
هغه زیاته کړې چې داعش هیڅ ګواښ نه دی او ډېر ژر به له منځه یوړل شی.
خو کابلوف د افغانستان د اوسنیو حاکمانو له لوري په دغه هېواد کې د شته ټولنیزو او اقتصادي ستونزو د هوارولو ، د ترهګرۍ او نشه یي توکو د مخنیوي لپاره هلې ځلې ستایلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې. خو تېر کال د ریاست الوزراء د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوی ګډون کړی و.
د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یادې غونډې ته د کابل د استازو د نه بلل کېدو دلیل، پر ژمنو د هغوی عمل نه کول ښودلي.
هغه پخپلو خبرو کې زیاته کړې : “تقریباً یو کال مخکې موږ په ورته جوړښت کې سره ولیدل. یوه ګډه اعلامیه مو تصویب کړه چې پکې یوه مسئله په کابل کې له حاکمو افغان چارواکو څخه د یو ګډ قومي، سیاسي ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنه وشوه، خو په خواشینۍ سره داسې و نه شول. دې وضعیت ته په کتو موږ پرېکړه وکړه چې د سېمې هیوادونو ته د مسکو فارمټ غونډې کې د ګډون بلنه ورکړو او یو ګډ دریځ رامنځ ته کړو.”
د راپور له مخې، د تېر کال په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په غونډې کې ګډون کوونکو هیوادونو له سرپرست حکومت وغوښتل چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارېږي.
په غونډه کې د روسیې استازي همدارنګه پر واشنګټن او متحدینو یې غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنې آزادې کړي.
کابلوف وویل: “موږ غوښتنه کوو چې متحده ایالات او متحدین یې بې له قید او شرطه د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادې کړي ترڅو چارواکو ته د هغوی د قانوني حق پر اساس د مالي او اقتصادي تګلارو د عملي کولو موقع برابره شي.”
د افغانستان سرپرست حکومت حکومت د مسکو غونډې ته د دوی د استازو په نه بلل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي: “د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه په جوړېدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت د استازو پرته نیمګړي بولي.”
[/restrict]
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن