کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان بانک سرپرست وایي، په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر پرانیسته به په هېواد کې د و ضعیت ښه کېدو او اقتصادي همکاریو په برخه کې اغېزناک رول ولري.
دا څرګندونې د یاد بانک سرپرست عبدالقاهر حاجي ادریس د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
په دې اړه له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې، افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت، د دفتر رییس ډاکټر محمد آل عیاش او د هغه نورو همکارانو ګډون درلود.
خبرپاڼه زیاتوي: «د افغانستان بانک سرپرست وویل چې په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان پرانیستنه به د هېواد د وضعیت د ښه والي او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.»
سرچینه وايي، افغانستان یو حساس تاریخي پړاو ته رسېدلی او له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره تعامل او د هغوی ملاتړ ته اړتیا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق بخیت په افغانستان کې د یوه وجهي صندوق جوړولو خبر ورکړ او دغه هېواد ته یې د بشري مرستو لېږلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي چې په پای کې د افغانستان بانک د پالیسیو ارشد سلاکار لطفالحق نور پسرلي او د اسلامي بانکولۍ لوی آمر ډاکټر یوسف سلیم د افغانستان د بانکولۍ سیستم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن