منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اسلامي همکاریو سازمان

۲۵ راپورونه

راپورونه

غړي

دلاور د اسلامي همکاریو له سازمانه د سوري زړه ناروغانو لپاره د روغتون جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې

د افغاني سرې میاشتې سرپرست په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې په افغانستان کې د سوري زړه ناروغانو لپاره د یوه روغتون جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

غړي

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستې لپاره ځانګړی صندوق جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ویلي چې دغه سازمان د افغانستان لپاره پټه اجنډا نه لري، بلکې غواړي له افغانانو سره د مرستو او د افغانستان او نړۍ تعامل رامنځته کولو برخو کې هڅې او همکاري وکړي.

غړي

کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان مشر: له یتیمانو، معلولینو او اړمنو سره د مرستې لپاره طرحې لرو

په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له یتیمانو سره د مرستې، د اړمنو د لاسنیوي او د معلولانو ستونزو ته د رسېدنې برخو کې طرحې لري.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته راځي

ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي. په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر وایي، د دغه…

غړي

د اسلامي همکاریو سازمان: د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه خبرو لپاره افغانستان ته یو پلاوی استوو

د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، د اسلامي فقې له نړۍوالې ټولنې سره په هغمږۍ افغانستان ته د علماوو یو پلاوی استوي څو له اسلامي اصولو سره سم د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.

غړي

د اسلامي همکاریو سازمان دوه ورځنۍ غونډه؛ افغانستان یې هم د اجنډا برخه ده

د اسلامي همکاریو سازمان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ويلي یې دي، په دغه ناسته کې به د سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، بشري مسایلو او د فلسطین وضعیت ترڅنګ، د افغانستان په تړاو هم خبرې وشي.

غړي

متقي د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته: په ټول هېواد کې ارامه فضا او مثالي امن قایم شوی

په داسې حال کې چې د بلخ والي په یوه ځانمرګي برید کې ژوند له لاسه ورکړ، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان مثالي امن او امنیت رامنځته شوی دی.

غړي

د اسلامي همکاریو سازمان د کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم‌لیکنې پر ځنډولو اندېښنه ښودلې

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د را روان کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم‌لېکنې پر ځنډولو اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو په اړه پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي.

متقي: له افغانستان سره دې نړۍ رسمي تعامل وکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د امریکا له لوري د افغانستان د پانګې کنګل کېدو دغه هېواد بېړنیو مرستو او نغدو پیسو ته اړمن کړی. امیرخان متقي دغه څرګندونې نن پاکستان کې د افغانستان…

نور راپورونه