ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته راځي

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته راځي

author avatar
13 Apr 2023 - 22:22
د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی کابل ته راځي
author avatar
13 Apr 2023 - 22:22

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۲): ټاکل شوې چې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی کابل ته راشي او د بېلابېلو مسایلو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر وایي، د دغه سازمان دفتر به پر ښځو د کار بندیز د حلېدو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي او ښځو ته باید د اسلام په چوکاټ کې د کار زمینه برابره شي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دغه پلاوی افغان ولس ته د مرستو رسونې په تړاو هم د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش د وري په ۲۴مه، دافغانستان سرې میاشتې ته د مرستو تسلیمولو پر مهال وویل: «زموږ ځانګړي استازي د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنو کې د بېلابېلو موضوعګانو او په ځانګړې توګه د پراختیايي او اقتصادي چارو، روغتیا او ښوونې او روزنې په تړاو بحثونه کړي دي.»

نوموړي زیاته کړه: «د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان دفتر په دوامداره توګه له چارواکو سره پر دغې موضوع خبرې کړې او زموږ دفتر دغه فرمان غندلی او غوښتي یې دي چې ښځو ته د کار کولو داسې زمینه برابري کړي چې د اسلام او افغاني ثقافت خلاف نه‌وي.»

Views: 222

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.