ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: له افغانستان سره دې نړۍ رسمي تعامل وکړي

متقي: له افغانستان سره دې نړۍ رسمي تعامل وکړي

author avatar
19 Dec 2021 - 16:33
متقي: له افغانستان سره دې نړۍ رسمي تعامل وکړي
author avatar
19 Dec 2021 - 16:33

کابل (پژواک، ٢٨ ليندۍ ١٤٠٠): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د امریکا له لوري د افغانستان د پانګې کنګل کېدو دغه هېواد بېړنیو مرستو او نغدو پیسو ته اړمن کړی.

امیرخان متقي دغه څرګندونې نن پاکستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان هغې غونډې ته وکړې چې شاوخوا له ۷۰ غړو هېوادونو او سازمانونو سربېره د امريکا، روسيې، چين، جرمني او اروپايي ټولنې استازو هم په کې ګډون درلود.

متقي وویل چې افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته د دغه هېواد امنیت په بشپړ ډول خوندی دی، له افغانستانه د نړۍ هیڅ هېواد ته خطر متوجه نه دى او افغانستان د یوه حاکم نظام په حیث حق لري چې نړۍ ورسره رسمي تعامل ولري.

دی وايي، د افغانستان سیاسي انزوا د هیچا په ګټه نه ده، نو بناء د ټولو مسوولیت دی چې له رامنځته شوي ثبات سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې اوس بهرنیو پانګوالو ته ښه فرصتونه شته دي او حکومت ورته ډاډ ورکوي چې لازمې اسانتیاوې برابروي او امنیت يې هم تامينوي.

دی زیاتوي: “موږ د افغان ولس د یوه نماینده او مسوول حکومت په حیث د بشر حقوق، د ښځو حقوق او په حکومت کې د ټول ولس د بېلابېلو سیمو د وړ شخصیتونو ګډون خپل مسوولیت ګڼو او په دې اړه مو ډېر څه کړي او نور اقدامات به هم کوو.”

د متقي په وینا، افغانستان کې د “اسلامي امارت” په جوړېدو ۴۳ کلن جنګ پای ته رسېدلی، جګړه ییز تلفات صفر شوي، زندانونه له سیاسي بندیانو تش شوي، دولتي ادارې په کم وخت کې بېرته د چوپړ جوګه شوي، د پخواني رژیم پنځه سوه زره مامورین د پخوا په څېر خپلو دندو ته ځي او له هېچا سره تبعیضي یا انتقامي چلند نه دی شوی.

هغه وویل، اوسني حکومت کې د هر قوم، سمت او مذهب خلک شته خو ژمن دي چې د لا پراختيا لپاره به یې د هر قوم او مذهب متخصصینو ته نور هم د کارکولو زمینه برابره کړي.

دی وايي، له یوې خوا افغانان جګړو، وچکالي او د کوویډ ۱۹ ناروغۍ ځپلي، خو له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتونو په میلیاردونو ډالره کنګل کړي چې دغه حالت عامه خدمتونه له خطر سره مخ کړي دي.

متقي یو وار بیا وویل چې امریکا د افغان ولس له بشري حقوقو څخه ښکاره سر غړونه کوي او دا به له يوه ولس سره دښمني وګڼل شي.

د ده په وینا، هېواد یې چمتو دی چې د اسلامي هېوادونو ټولې هغه غوښتنې، اندېښنې او مشورې واوري او ومني چې له اوسني بحرانه د وتلو سمه او عادلانه لار په نښه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان د یادې غونډې ځینو ګډونوالو په افغانستان کې د روانو ګډوډیو او ناورین مخنیوی لپاره پر بشري مرستو ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد ملاتړ وکړي.

Views: 333

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.