ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له دېرش کلن ځنډ وروسته افغان کارت دولتي شرکت روسیې ته انار صادر کړل

له دېرش کلن ځنډ وروسته افغان کارت دولتي شرکت روسیې ته انار صادر کړل

author avatar
17 Nov 2022 - 04:58
له دېرش کلن ځنډ وروسته افغان کارت دولتي شرکت روسیې ته انار صادر کړل
author avatar
17 Nov 2022 - 04:58

[restrict paid=”true”]

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): له دېرش کلن ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره افغان کارت دولتي شرکت له کندهاره روسیې ته انار صادر کړل.

د دغو صادراتو د پيل پر مهال د یاد شرکت مسوول سید محمدقاسم ابراهیم پژواک ته وویل، افغان کارت دولتي شرکت شاوخوا دېرش کاله مخکې روسیې او نورو هېوادونو ته صادرات او واردات درلودل خو وروسته یې په تېرو نظامونو کې فعالیت درېدلی و.

هغه زیاته کړه، اوس شل ټنه انار چې درې میلیون افغانۍ ارزښت لري، روسيې ته صادریږي او هڅه کوي چې دا صادرات سل ټنو ته ورسوي.

دی وایي: «موږ څه موده وړاندې روسیې ته تللي وو، هلته مو ځيني قراردادونه وکړل چې لومړی یې دا دی انار صادروو او په نږدې راتلونکي کې به موږ له روسیې د قراردادونو له مخې تېل او نور توکي هېواد ته راوارد کړو.»

د کندهار ولایت مقام د بشري سرچینو رییس مفتي مرزا محمد هم وویل چې په هېواد کې حکومت او سوداګر په دې هڅه کې دي چې د تازه او وچې مېوې بسته‌بندي پر نړۍوال معیار برابره کړي، څو نور هېوادونه د افغانستان توکې پر خپل نوم صادر نه کړي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت اوس مهال له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري، که له یوه هېواد سره یې اړیکې خرابېږي نور ډېر هېوادونه شته چې هلته صادرات وکړي.

ده وویل: «اوس موږ کولای شو ډېرو هېوادونو ته صادرات وکړو او دا صادرات به نور هم پر معیار برابر شي.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې رییس محمدصدیق مومند بیا وویل، افغان سوداګرو ژمنه کړې چې په هېواد کې به پانګونه زیاتوي نو حکومت او خصوصي سکټور کولای شي په دې برخه کې ګټور کار وکړي.

ده زیاته کړه، په کندهار کې د یوه سهامي شرکت په جوړولو سره غواړي دلته زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دی وایي: «سوداګرو ژمنه کړې چې دلته به پانګونه زیاتوي چې ښه مثال یې زموږ سهامي شرکت دی، کله چې خصوصي سکټور او حکومت یو له بل سره ګډ کار وکړي، بې روزګاري به تر ډېره له منځه ولاړه شي.»

د کندهار د تازه مېوې اتحادیې مشر حاجي ناني اغا بیا غوښتنه وکړه چې باید د صادراتو په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او هیڅ ستونزه جوړه نه شي، لکه پاکستان چې جوړه کړې ده.

هغه وویل، له تېرو څلورو ورځو راهیسي د سپین بولدک – چمن لار د خلکو او صادراتو پر مخ تړلې او انار د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

ده زیاته کړه: «د صادراتو پر وړاندې باید هیڅ هېواد ستونزه جوړه نه کړي، دا اوس زموږ د انارو موټران په سپین بولدک کې ولاړ دي او پاکستان اجازه نه ورکوي.»

د یادونې ده، له کندهار څخه تر اوسه ۷۵۵۰۰ ټنه انار پاکستان، هند او ځینو نورو هېوادونه ته صادر شوي دي او دا صادرات لا هم دوام لري.

[/restrict]

Views: 530

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.