اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): ملګري ملتونه وایي، د روسیې په غوښتنه د امنیت شورا د افغانستان وروستیو حالاتو په اړه غیر رسمي غونډه کړې ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د لړم په ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا ډول غیر رسمي غونډې د امنیت شورا د یوه دایمي غړي هېواد په غوښتنه رابلل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، دا غونډه د روسیې په غوښتنه بلل شوې وه او موضوع یې (په افغانستان کې د اقتصادي سقوط مخنیوی او بیارغونې او پرمختګ لپاره د امکاناتو لټون) و.
یادې غونډې ته د امریکا د ځانګړي استازي دفتر سیاسي کونسلر جان کیلي ویلي، د افغانستان لپاره اقتصادي ثبات ډېر اړین دی چې باید ورته کار وشي.
هغه زیاته کړې، امریکا له نړۍوالې ټولنې، سویس او د افغانستان له اقتصادي ماهرینو سره په همغږۍ د افغان فنډ رامنځته کولو ملاتړ کړی دی.
د راپورونو له مخې، امریکا به دغه فنډ یا صندوق ته د افغانستان له کنګل شتمنۍ یوه برخه لېږي.
یادې غونډې ته د ایرلینډ استازي په خپله وینا کې د افغانستان پر سرپرست حکومت نیوکه کړې چې له راتلو سره یې هلته اقتصادي او بشري بحران رامنځته شوی دی.
د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، له اقتصادي بحرانه د افغانستان ژغورلو په موخه هلته پر پرمختیایي کارونو باندې ډېر تمرکز په کار دی.
په ملګرو ملتونو کې د سویس استازي په افغانستان کې پر ښځو او نجونو وضع شوي محدودیتونه غندلي او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن