ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې

هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې

author avatar
18 Nov 2022 - 10:33
هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې
author avatar
18 Nov 2022 - 10:33

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوول غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو سیالیو هدف دا دی چې په هلمند کې د سوداګرۍ او صنعت برخې ترڅنګ ځوانان ورزش ته وهڅېږي څو هغوی د ورزش په برخه کې ښه وروزل شي او هم له نورو هېوادونو سره په سیالیو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه، بله موخه دا ده چې ځوانان له ناوړه کارونو او بېځايه وخت تېرولو لاس واخلي او ورزش وکړي.

د دغو سیالیو د تنظیم امر محمدنظیر اڅکزي وویل، په دغو سیالیو کې د هلمند د مرکز په ګډون د ولسوالیو ۳۲ لوبډلې برخې لري چې په لومړي پړاو کې هره لوبډله دوه سیالۍ کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.