منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې ورزش ته د ځوانانو هڅونې په موخه د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوول غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، له یادو سیالیو هدف دا دی چې په هلمند کې د سوداګرۍ او صنعت برخې ترڅنګ ځوانان ورزش ته وهڅېږي څو هغوی د ورزش په برخه کې ښه وروزل شي او هم له نورو هېوادونو سره په سیالیو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه، بله موخه دا ده چې ځوانان له ناوړه کارونو او بېځايه وخت تېرولو لاس واخلي او ورزش وکړي.

د دغو سیالیو د تنظیم امر محمدنظیر اڅکزي وویل، په دغو سیالیو کې د هلمند د مرکز په ګډون د ولسوالیو ۳۲ لوبډلې برخې لري چې په لومړي پړاو کې هره لوبډله دوه سیالۍ کوي.

هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ به دوه مياشتې دوام ولري چې نن یې لومړۍ سیالي پیلېږي او وروسته به د لوبډلو ترمنځ د هرې جمعې په شپه ترسره کېږي .

لوبغاړي د یادو سیالیو پر پيلېدو خوښ دي او وايي، ځوانان باید له بېځایه کارونو راوګرځي او ورزش ته مخه کړي .

یو لوبغاړی فدامحمد وایي: «کومې سیالۍ چې کېږي، په تمريناتي برخه کې ګټورې تماميږي او ورزش هم ورسره وده کوي؛ بل دا چې، هغه ځوانان چې نشه‌یي توکو ته مخه کوي، د هغوی پام به هم ورزش ته را واوړي.»

دغه راز بل لوبغاړی احسان‌الله امین وایي: «زما هدف دا دی چې په دغه ولایت کې د فوټسال برخه پرمختګ وکړي او نوي ځوانان هم دغو سیالیو کې ولوبېږي، څو نورو هېوادونو کې د سیاليو زمینه راته برابره شي او ښې لاسته راوړنې ولرو.»

په هلمند کې دا لومړی ځل دی چې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ کېږي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې