کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی وايي، افغانان لا هم خوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر خپل ټويټر ليکلي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان (WFP) اړو افغانانو ته د خوراکي توکو په رسولو کې حياتي کار کوي.
هغه زياته کړې، د امريکا متحده ایالتونه د ياد سازمان يو له سترو مرستهکوونکو هېوادونو دی چې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې يې له ۴۶۰ ميليون امريکايي ډالرو ډېرې مرستې کړې دي.
وېسټ له افغانستان سره د امريکا متحده ايالتونو د مرستو پر ژمنو ټينګار کړی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP