Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۶۰۰ نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شول

پل علم (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې د ۹۳ ښځو په ګډون، ۶۰۰ ښوونکي پر دندو وګومارل شول.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ۶۰۰ ښوونکي د مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک، څرخ، خروار او ازرې په ۲۷۶ ښوونځیو کې پر دندو ګومارل شوي او تازه یې په تدریس پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغو ښوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی او له یوې رڼې ازموینې وروسته پر دندو ګومارل شوي دي.

دی وايي، په نږدې ورځو کې به ۲۱۸ نور  ښځينه او نارینه ښوونکي هم پر دندو وګومارل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.