پل علم (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د پوهنې وزارت له لوري په دغه ولایت کې د ۹۳ ښځو په ګډون، ۶۰۰ ښوونکي پر دندو وګومارل شول.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ۶۰۰ ښوونکي د مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو محمداغې، خوښۍ، برهکي برک، څرخ، خروار او ازرې په ۲۷۶ ښوونځیو کې پر دندو ګومارل شوي او تازه یې په تدریس پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، دغو ښوونکو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی او له یوې رڼې ازموینې وروسته پر دندو ګومارل شوي دي.
دی وايي، په نږدې ورځو کې به ۲۱۸ نور ښځينه او نارینه ښوونکي هم پر دندو وګومارل شي.
د ده په خبره، د نوو ښوونکو له ګومارنې سره په یاد ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه ۹۹ سلنه حل شوه.
عرب وویل: «د ۶۰۰ نوو ښوونکو له ګومارلو سره په دغه ولایت کې د ټولو ښوونکو شمېر ۴ زره ۳۹۰ تنو ته ورسېد چې ۵۲۰ تنې یې ښځې دي، په دې توګه په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزه ۹۹ سلنه حل شوه.»
نوي ګومارل شوي ښوونکي خوښ دي چې د ازموینې له لارې یې دندې ترلاسه کړې، خو غوښتنه کوي چې نوو ښوونکو ته دې د هغوی د علمي کچې لوړولو په موخه ښوونیز ورکشاپونه جوړ کړي.
د مرکز پل علم په یوه ښوونځي کې تازه ګومارل شوي ښوونکي نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د نوو ښوونکو له ګومارنې سره نه یوازې د دغه ولایت په ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره حل شوه، بلکې سلګونه لوستي بېروزګاره ځوانان پر کار وګومارل شول.
نوموړي له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې د دغه ولایت د پوهنې بهیر ودې ته دې پام وکړي، د ښوونځیو لپاره د ودانیو، کتابونو او درسي وسایلو د کمښت ستونزه دې حل کړي او نوو ګومارل شوو ښوونکو ته دې روزنیز ورکشاپونه جوړ کړي.
د لوګر په مرکز پل علم او شپږو ولسوالیو کې په ۲۷۶ ښوونځیو کې ۱۵۰ زره هلکان او نجونې پر زدهکړو بوخت دي، خو له شپږم تولګي پورته د نجونو ښوونځي د زدهکوونکو پر مخ تړلي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










