Language

د سپین بولدک لارې بندېدو له امله سوداګرو ته هره ورځ سلګونه زره افغانۍ زیان اوړي

کندهار (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د سپین بولدک- چمن لار له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د تګ راتګ او سوداګرۍ پرمخ بنده ده او لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي چې د لارې بېرته پرانیستلو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه لار تېره یکشنبه له هغه وروسته وتړل شوه چې د لارې په صفري ساحه کې افغان او پاکستاني سرتېرو پر یو بل ډزې وکړې.

د راپورونو له مخې، د دغې نښتې په پایله کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې لارې له تړل کېدو سره هره ورځ سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان اوړي.

login or register a new account.