ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د یوه جمنازیوم جوړولو چارې پیل شوې

هلمند کې د یوه جمنازیوم جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
20 Nov 2022 - 15:07
هلمند کې د یوه جمنازیوم جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
20 Nov 2022 - 15:07

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د د ويمې ناحیې اړونده سيمه کې د یوه جمنازیوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه .

د لښکرګاه ښاروالۍ د انجنيرۍ برخې مسوول انجنیر محمدعباس ځيرک پژواک ته وویل، دغه ودانۍ به د څلورو میاشتو په اوږدو کې د ښاروالۍ د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شي.

ده دغه‌راز وویل چې دغه لګښت د ښاروالۍ له انکشافي بودجې څخه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د لښکرګاه دغه ورزشي جمنازیوم ۱۲۹۶ متره مربع پراخوالی لري.

هلمندي ورزشکاران د ښاروالۍ د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، د دغه جمنازیوم په جوړېدو سره به د لوبغالو د کمښت ستونزه حل شي.

د ځوان آغا په نوم یوه ورزش‌کار وویل: «هلمند کې شته ورزشي لوبغالي کافي نه دي او د ژمي په موسم کې د ډېری ورزشونو لپاره مناسب لوبغالي نشته او هیله ده چې د دې جمنازیم په جوړېدو سره دغه ستونزه حل شي.»

د هلمند د ورزش امریت د معلوماتو له مخې، همدا اوس په دغه ولایت کې دوه جمنازیمونه شته دي.

Views: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.