اټلانټا (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام چې په شاندارو مراسمو قطر کې پیل شوې، په لومړۍ لوبه کې اېکواډور کوربه هېواد قطر ته ماتې ورکړه.
دغه مراسم د فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د قرانکریم په تلاوت سره پیل شول او د اسلامي نړۍ ستر مبلغ ډاکټر ذاکر نایک هم ورته وینا وکړه.
تر مراسمو وروسته، لومړۍ لوبه د قطر په الخور ښار کې د کوربه هېواد او اېکواډور ترمنځ ترسره شوه چې د اېکواډور په بریا سره پای ته ورسېده.
د اېکواډور له لوري په شپاړسمه او یو دېرشمو دقیقو کې ګولونه ووهل شول او د لوبې په لومړۍ نیمایي کې اېکواډور دوه پر صفر مخکې و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP