اټلانټا (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام چې په شاندارو مراسمو قطر کې پیل شوې، په لومړۍ لوبه کې اېکواډور کوربه هېواد قطر ته ماتې ورکړه.
دغه مراسم د فوټبال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د قرانکریم په تلاوت سره پیل شول او د اسلامي نړۍ ستر مبلغ ډاکټر ذاکر نایک هم ورته وینا وکړه.
تر مراسمو وروسته، لومړۍ لوبه د قطر په الخور ښار کې د کوربه هېواد او اېکواډور ترمنځ ترسره شوه چې د اېکواډور په بریا سره پای ته ورسېده.
د اېکواډور له لوري په شپاړسمه او یو دېرشمو دقیقو کې ګولونه ووهل شول او د لوبې په لومړۍ نیمایي کې اېکواډور دوه پر صفر مخکې و.
د لوبې په دویمه برخه کې، دواړو لوبډلو ډېره هڅه وکړه چې ګول ووهي، خو بریالي نه شول؛ اېکواډور تر ډېره دفاعي لوبه وکړه او د قطر د ګول وهلو مخه یې ونیوله.
په دې سیالیو کې برخهوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.
د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولینډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.
د سرچینې په وینا، دغهراز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.
د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې به په اووه لوبغالو کې په یوه میاشت کې ترسره کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










