ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړۍوال جام نن په قطر کې پیلېږي

د فوټبال نړۍوال جام نن په قطر کې پیلېږي

author avatar
20 Nov 2022 - 03:57
د فوټبال نړۍوال جام نن په قطر کې پیلېږي
author avatar
20 Nov 2022 - 03:57

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په یوه عربي هېواد قطر کې نن پیلیږې چې پکې د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلې برخه اخلي.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) د معلوماتو له مخې، نن د لړم په ۲۹مه، به د نړۍوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي او ورسره به د دې سیالیو لومړۍ لوبه د کوربه هېواد قطر او اېکواډور ترمنځ ترسره شي.

په دې سیالیو کې برخه اخیستونکي ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د فوټبال نړۍوال فدارسیون وایي چې په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولینډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبي کوریا لوبډلې شاملې دي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اوو لوبغالو کې د یوې میاشتې په موده کې کېږي؛ برازیل، ارجنټاین، جرمني، فرانسه، انګلستان، هسپانیا، پرتګال او هالنډ هغه لوبډلې یادېږي چې ممکن منځ‌لوبو یا سیمي فاینل ته ووځي.

د راپورونو له مخې، قطر د نړۍوال جام په تاریخ کې د دې مهمو سیالیو لومړی عربي او مسلمان کوربه دی او دا لومړی ځل دی چې د منځني ختیځ یو هېواد د دغو نړۍوالو سیالیو کوربه‌توب کوي. دغه‌راز په اسیا کې د فوټبال دویم نړۍوال جام دی چې ترسره کېږي.

قطر د شاوخوا ۱۱۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت او ۲،۶ میلیون نفوس په درلودلو سره د نړۍوال جام د تاریخ کم نفوسه او کم مساحته کوربه دی چي د دې سياليو نندارې ته یوازې یو نیم ميليون نندارچيان ورځي.

قطر د دغه نړۍوال جام لپاره ۲۲۰ ميليارده ډالر مصرف کړی او پر دې پيسو يې اته لوی لوبغالي هم د نړۍوال جام لپاره چمتو کړي دي.

د فوټبال نړۍوال فدراسیون مشر د قطر په غوښتنه د لوبې پرمهال په لوبغالو کې د شرابو پر څښلو بندیز لګولی او ویلی یې دي چې خیر دی خلک دې درې ساعته له شرابو پرته ګوزاره وکړي.

فیفا ویلي، دا ځل به د تېر نړۍوال جام په پرتله چې په روسیې کې ترسره شوی و، ۷۰۰ میلیون ډالر اضافي عاید ولري.

[/restrict]

Views: 567

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.