Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غصب شوو ځمکو د ارزونې لړۍ په کابل کې د تره‌خېل له ښارګوټې پیلېږي

کابل (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون پرېکړه کړې چې د ارزونې لړۍ به د تره‌خېل له ښارګوټي څخه پيلوي.

د عدليې وزارت په ټويټرپاڼه کې نن راغلي چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د کابل ولایت د تخنیکي کمېټې ناسته، تېره ورځ (د لړم ۲۸مه) د عدلیې وزارت سرپرست او د دغه کمېسیون رییس مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د عدلیې وزارت سرپرست د موضوع په اړه خبرې وکړې او د دغې کمېټې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې د ارزونې کار د تره‌خېل له ښارګوټي څخه پیل کړي.

د يادولو ده چې د تره‌خېل ښارګوټی د کابل په ختيځ کې موقعيت لري.

سرچينه زياتوي، دغه‌راز نوموړي د یادې کمېټې غړو ته سپارښتنه وکړه چې د بررسۍ په کار کې له اخلاص او جدیت څخه کار واخلي او د الله تعالی رضا په پام کې ولري.

همداراز شرعي لارښوونه کړې چې د کمېسیون کارونو ته لومړيتوب ورکړي او د کمېټې په ناستو کې باید اړوند مسوولین شخصاً ګډون وکړي. همداراز د چارو د چټکتیا په موخه د کمېټې تخنیکي غړي په اوونۍ کې دوه ځلې ناسته وکړي او خپل ټول کارونه په مشورې سره ترسره کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د امارت د قضایاوو لوی رییس حافظ عبدالکبیر زاهد، د کابل د امارت د قضایاوو رییس، د کرنې رییس، د حج او اوقافو رییس، د ښار جوړولو رییس، د کابل مستوفي او د امنیه قوماندانۍ مرستیال، د کابل د ښاروالۍ استازي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت، څارنوالۍ استازو او د ځمکو د ادارې د کادستر مسوول ګډون کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.