مهترلام (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د لغمان د عامې روغتيا ریاست له ډاکټرانو غوښتي چې ناروغانو ته دې واضحه او عامفهمه نسخې وليکي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ډاکټران باید په نسخو کې د لیکل شوو درملو د تجارتي نوم ترڅنګ، «جنریک نوم» او اړینې لارښوونې هم وليکي.
سرچینې د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر سمیعالله عابد له قوله لیکلي: «ډاکټران دې نسخه په واضح ډول لیکي او د دې ترڅنګ دې د ناروغ نوم او تاریخ، د درملو تجارتي نوم، جنریک نوم او اړین هدایت هم ولیکل شي.»
سرچينې زیاته کړې چې ډاکټران باید ناروغانو ته داسې درمل ونه لیکي چې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت او راجستر نه وي او په قاچاقي ډول راوړل شوي وي.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې درمل پلورونکي باید د فارمسۍ قانوني اسناد او د دندې پرمهال دې یونیفورم پرتن ولري.
سرچينې دغهراز ویلي چې درمل پلورونکي دې د درملو بیه د نسخې په یوه برخه کې وليکي او مهر يې کړي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن