فراه (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د فراه یو شمېر بڼوال وايي، د وچکالۍ له امله يې د انارو لسګونه باغونه وچ شوي دي.
د دغه ولایت د مرکز اړوند «کهدانک» کلي اوسېدونکي جان اغا پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یو کال راهیسې يې د وچکالۍ له امله په کلي کې د انارو لسګونه باغونه وچ شوي دي.
ده وویل: «زموږ کلی د انارو پر کلي مشهور و خو له یو کال راهیسې د وچکالۍ له امله لسګونه باغونه وچ شوي او کلی اوس سپېره ډاګ ښکاري.»
نوموړي زیاته کړه، د ژورو څاګانو کیندنې وس نه لري؛ له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د یاد کلي یوه بل اوسېدونکي امید وویل: «زموږ په سیمه کې د وچکالۍ له امله د انارو ۹۰ سلنه باغونه وچ شوي او که حکومت دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي نو ښايي خلک نورو سیمو ته ګډه شي.»
بلخوا د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست هم دا ستونزه مني، خو وايي وچکالي یوازې په فراه کې نه، بلکې په ټول هېواد کې راغلې ده.
دغه ریاست وايي، یاده ستونزه يې له یو شمېر مرستندویه موسسو سره شریکه کړې او هیله ده چې په ځينو سیمو کې د اوبو لپاره ژورې څاګانې وکني.
د فراه د کرنې او مالدارۍ امر مولوي عبدالغني عابد پژواک ته وویل، وچکالي عامه ده خو دوی د کهدانک کلي د انارو باغونو وچېدو په اړه له یو شمېر مرستندویه موسسو سره خبرې کړې او هڅه کوي چې د ستونزې حل په موخه خلکو ته ژورې څاګانې وکني.
د یادونې ده، د چاپېریالساتنې ادارې معلوماتو له مخې، په وروستیو څو کلونو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه له ۲۰ تر ۴۰ مترو ټيټه شوې ده.
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن