ګردېز (پژواک، ٣٠ لړم ١٤٠١): ځايي سرچينې وايي، د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډيورند فرضي کرښه د نښتي له امله يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عجبنور پژواک ته وويل: «تېره شپه اته بجې پر کرښه باندې سخته نښته وشوه چې د پاکستان له لوري هاوانونه او مرمۍ راتللې او د عامو خلکو پر کورونو لګېدې، نو خلک اړ شول چې د شپې له خوا نورو سيمو ته کډه شي.»
هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وايي چې په دې نښته کې د خلکو کورونه زيانمن شوي او يو شمېر کسان ټپيان شوي.
د پکتيا د ملکي روغتون رییس، ډاکټر نصيراحمد رحماني پژواک ته وويل چې تېره شپه له ډنډپټان ولسوالۍ د نښتې له امله ياد روغتون ته يو مړى او شپږ ټپيان وروړل شوي دي.
هغه وويل چې جسد د يوه امنيتي کس دی او ټپيان ملکي وګړي دي.
نوموړی دغه راز زیاته کړه چې د دوو ټپيانو روغتیايي حالت نازک دی او نور برسېرن ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې یوې سیمهییزې سرچینې طلوعنیوز ته ويلي، د دې ولسوالۍ اړوند ډيورنډ “فرضي” کرښې ته څېرمه د دواړو خواوو قومونو ترمنځ وسلهواله نښته رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، دا نښته نن «یکشنبه» د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند د «ستيا» او د کرښې بلې غاړې «بړوکي» سیمو اوسېدونکو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې ده.
سرچينې طلوع نيوز ته ويلي، په دې پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي چې دوه یې د ډنډپټان ولسوالۍ او درې نور یې د کرښې بلې غاړې اوسېدونکي دي.
حکومتي سرچينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 267
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن