کابل (پژواک، ۱ لیندۍ ۱۴۰۱): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، تر اوسه له سمنګان څخه کابل ته د ډبرو سکرو نږدې ۳۰۰ موټرونه را رسېدلي او په کابل کې یې د وېش لړۍ پیل شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه د ۴۰۰ زره ټنو ډبرو سکرو له جملې، ۳۰۰ موټرونه – چې هر یو یې د ۴۰ ټنو د ډبرو سکرو ګنجایش لري – کابل ته رسېدلي دي.
نوموړی وایي، سره له ننه د کابل ښار په ۳۲ ساحو کې د ډبرو سکرو د وېش لړۍ عملاً پیل شوې ده.
سرچينې وویل، د څلور سوه زرو ټنو ډبرو سکرو د لېږد قرارداد چې مخکې له اتو داوطلبو شرکتونو سره شوی و، د لېږد لړۍ یې له پنځو ورځو راهیسې د سمنګان له دره صوف څحه د کابل دهسبز ولسوالۍ ته پیل شوې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه ټوېټ کې لیکلي، د کابل ۳۲ ساحو ته د ډبرو سکرو د وېش لړۍ د کابل له دهسبزه پیل شوې ده.
په دغه ټويټ کې راغلي، د کابل ښاروالۍ، د کانونو او مالیې وزارتونو له لوري د یوه ټن ډبرو سکرو بیه ۹۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
Views: 171
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن