کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي.
یونیسف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې په میلیونونو کورنۍ د ځان د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو توان نه لري او راروان ژمی به ورته ستونزمن وي.
سرچينې لیکلي، په پام کې لري چې په ژمي کې به په افغانستان کې له ۱۱۱۰۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق ټینګار کړی چې نغدي مرستې له بېوزلو کورنیو د ملاتړ لپاره تر ټولو غوره لار ده.
یونیسف نه دي ویلي چې له یادو ۱۱۱ زره کورنیو سره به څومره مرسته وکړي.
Views: 168
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن