جلالاباد (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ اعشاريه ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱۸۵ مترو په اوږدوالي يو سړک جوړ شو.
چارواکي وايي، د دغه سړک له جوړېدو سره د ښار په اوومه ناحيه کې د کابل جلالاباد پر لويه لاره ګڼهګوڼه هم کمېږي او د سيمې د خلکو ستونزه به ورسره هم حل شي.
د اوومې ناحيې د بګراميو سيمې دغه فرعي سړک چې په کانکريټي بڼه جوړ شوی، نن د ليندۍ په ۲مه پرانیستل شو.
[caption id="attachment_500890" align="aligncenter" width="578"] د جلال اباد ښار اوومه ناحیه کې جوړ شوی سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو[/caption]
د یاد سړک د پرانیستې پرمهال د جلالاباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رييس انجینر دوستمحمد چهاردیوال رسنیو ته وویل، دا سړک د اوومې ناحیې اړوند بګرامیو سیمه کې جوړ شوی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۱۱۸۵ متره اوږدوالی لري او ۱۱ اعشاریه ۳۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې لګښت یې د ښاروالۍ له داخلي بودجې ورکړل شوی دی.
نوموړی وایي، د یاد سړک په جوړیدو سره به تر ډېره د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د درونټې په سیمه کې د ترافیکې ګڼېګوڼې مخنیوی وشي.
نوموړی وایي، هڅه کوي په جلالاباد ښار او نږدې سیمو کې د ترافیکي ګڼېګوڼې مخنیوي او خلکو ته د تګ راتګ پرمهال د اسانتیاوو برابرېدو په برخه کې پر بدیلو لارو هم کار وکړي.
جلالاباد ښاریان او د کابل-جلالاباد پر لویه لاره موټرچلوونکي او مسافر هم د یادې لارې له جوړېدو خوښ دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې په ښار کې دې ترافیکي ګڼېګوڼې د مخنیوي لپاره د بدیلو لارو پر جوړېدو فکر وکړي.
د جلالاباد ښار د بګراميو سيمې يو اوسېدونکی محمدنبي وايي: «موږ ډېر خوشحاله یو چې دغه لاره جوړه شوه، ځکه مخکې به د کابل-جلال اباد لویه لاره د درونټې سیمه کې بندیده او خلک به له ستونزو سره مخ وو، بله بدیله لاره هم نه وه، نو اوس چې دغه سړک جوړ شو، د خلکو ستونزې به ورسره حل شي او له ښاروالۍ هم غواړو چې دا ډول سړکونه لا ډېر جوړ کړي.»
د کابل – جلالاباد لويه لاره د جلالاباد ښار د اوومې ناحيې په ډېرو سيمو کې د ګڼې ګوڼې له امله بنده وي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به ياده ستونزه حل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن