ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني له افغانستان سره ۹۰ میلیون یورو نوره مرسته کوي

جرمني له افغانستان سره ۹۰ میلیون یورو نوره مرسته کوي

author avatar
24 Nov 2022 - 12:57
جرمني له افغانستان سره ۹۰ میلیون یورو نوره مرسته کوي
author avatar
24 Nov 2022 - 12:57

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): جرمني وایي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، ۹۰ میلیون یورو نوره بشري مرسته کوي چې د خوړو نړۍول پروګرام او د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لارې اجرا کېږي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې دا تصمیم یې «په افغانستان کې بشردوستانه کړکېچن وضعیت» ته په کتو نیولی دی.

سرچینې لیکلي، له دغه اقدام سره روان کال له افغانستان سره په دغه برخه کې د دغه هېواد مرستې ۳۳۱ میلیون یورو ته رسېږي چې د ملګرو ملتونو، سره صلیب او نادولتي سازمانونو له خوا اجرا کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پر دې سربېره، جرمني په ۲۰۲۲ کال کې د اساسي خدماتو لپاره ۱۸۷ میلیون یورو د ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو له لارې په ځانګړي ډول د روغتیا، ښوونې او غذايي امنیت برخو کې اجرا کړې دي.

د جرمني سفارت همداراز د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر رول اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې ټول افغانان باید د نیونې له ویرې پرته د بیان ازادۍ، حرکت او سوله‌ییزې راټولېدنې حق ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو په ځلونو ویلي، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانستان د ټولو خلکو حقونو ته ژمن دي.

Visits: 54

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.