ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړۍوال جام؛ جاپان د څلورو نړۍوالو جامونو ګټونکې جرمني ته ماتې ورکړه

د فوټبال نړۍوال جام؛ جاپان د څلورو نړۍوالو جامونو ګټونکې جرمني ته ماتې ورکړه

author avatar
24 Nov 2022 - 00:23
د فوټبال نړۍوال جام؛ جاپان د څلورو نړۍوالو جامونو ګټونکې جرمني ته ماتې ورکړه
author avatar
24 Nov 2022 - 00:23

اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د فوټبال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، جاپان د دغې لوبې څلور ځلې اتلولیو ګټونکې لوبډلې جرمني ته حیرانوونکې ماتې ورکړه.

دا لوبه د لېندۍ په ۲مه، د چهارشنبې په ورځ د قطر په خلیفه لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۳۳مه دقیقه کې، د جرمني لوبغاړي ګوندوګان د پنالټي یو شوټ ګول کړ او پر جاپان مخکې شو؛ خو د لوبې په دویمه نیمایي کې جاپان ښه لوبه وکړه. د جاپان لوبغاړي دوان په ۷۵مه دقیقه او اسانو په ۸۳مه دقیقه کې ګولونه ووهل او لوبه یې وګټله.

جرمني تر جاپان غښتلې لوبډله بلل کېږي چې څلور ځلې یې نړۍواله اتلولي هم ګټلې ده. د جرمني لوبغاړي د ګول وهلو څو فرصتونه هم له لاسه ورکړل.

تېره ورځ هم په یوه په زړه‌پورې لوبه کې سعودي عربستان د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

نن په نورو لوبو کې هسپانیې کوسټاریکا ته اووه پر صفر ستره ماتې ورکړه. دا په روانو نړۍ‌والو سیالیو کې تر اوسه د یوې لوبډلې له خوا تر ټولو زیات ګولونه دي.

دغه‌راز، د ورځې لومړۍ لوبه د کروشیا او مراکش ترمنځ وشوه چې صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.

د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون سره د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولینډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې، په یوه میاشت کې ترسره کېږي.

 

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.