ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو افغانستان کې د کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړ

author avatar
24 Nov 2022 - 11:22
ملګرو ملتونو افغانستان کې د کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړ
author avatar
24 Nov 2022 - 11:22

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په افغانستان کې د کورنيو بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د کوچنیو پورونو ورکړې پروګرام پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه پروژه کې – چې د آغاخان پراختیايي شبکې په مرسته پیل شوې – د وړو په تېره هغو کاربارونو لپاره چې ښځې یې چلوي، پر شرایطو برابرو کسانو ته له ۲۵ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانیو پور ورکول کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه راستنېدونکي او بې‌ځایه شوي افغانان کولای شي ياد کوچني پورونه ترلاسه کړي چې عمرونه یې د ۱۸ څخه تر ۶۰ کلونو پورې وي، د اعتبار وړ پېژندکارت ولري او د سوداګرۍ منطقي پلان یې برابر کړی وي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د يادو پورونو د ورکړې موخه، په افغانستان کې تر ټولو زیان‌منونکو خلکو ته ګټه رسول دي؛ ځکه چې دوی تولیدي اقتصادي فعالیتونو ته ځي.

په پیل کې دغه پورونه د مایکروفایننس بانک له خوا په پنځو ولایتونو، بلخ، بامیان، هرات، کابل او ننګرهار کې پیلېږي او بیا به نورو هغو ځایونو ته چې د دغه بانک څانګې پکې وي، پراختیا ومومي.

په خبرپاڼه کې د جزيياتو له ورکولو پرته راغلي چې د لړم په ۲۴مه، درېيو مېرمنو او دوو سړیو ته پورونه ورکړل شوي او د پورونو بېرته ترلاسه کولو لپاره مساوي مياشتني قسطونه ورته ټاکل شوي دي.

Views: 159

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.