کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا (د لېندۍ ۶مه) شاوخوا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې دې برخه واخلي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن