منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۱ غ.و
۸°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۸ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وایي، سبا (د لېندۍ ۶مه) شاوخوا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

یاد بانک د خبرپاڼې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو اړوند پر شرایطو برابرو شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې دې برخه واخلي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د لیلام ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.