Language

کونړ کې د ماین چاودنې درې کسان ټپیان کړي

اسعداباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سړک غاړې میان چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب‌الله حنیف د لېندۍ په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ د بارکنډۍ سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د سیمې درې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

دی وايي، که څه هم د پېښې په تړاو امنیتي کسانو پلټنې پیل کړې خو لومړني معلومات دا دي چې ماین د یوه ځايي اوسېدونکي د کور ترڅنګ د شخصي بدۍ له امله ځای پر ځای شوی و.

login or register a new account.