اسعداباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د سړک غاړې میان چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف د لېندۍ په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ د بارکنډۍ سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په یاده چاودنه کې د سیمې درې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.
دی وايي، که څه هم د پېښې په تړاو امنیتي کسانو پلټنې پیل کړې خو لومړني معلومات دا دي چې ماین د یوه ځايي اوسېدونکي د کور ترڅنګ د شخصي بدۍ له امله ځای پر ځای شوی و.
د ده په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
خو د ماڼوګي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، ماین د بارکنډۍ سیمې اړوند د هلکانو د منځني ښوونځي ترڅنګ اېښودل شوی و چې چاودنه یې کړې او ۵ کسان یې ټپيان کړي دي.
د دغه ښوونځي سرښوونکي سلطانمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «ماین د ښوونځي ترڅنګ په هدیره کې خښ شوی و چې ناڅاپه یې چاودنه وکړه، دغه مهال زدهکوونکي په ازموینه بوخت وو، دوی ته زیان نه دی اوښتی خو پنځه کلیوال یې ټپيان کړل.»
دی زیاتوي، د یوه ټپي روغتیايي حالت خراب و چې د مرکز اسعداباد ولایتي روغتون ته ولېږدول شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










