کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، په هرات کې ځینو چارواکو ته خطاب کې ویلي، که غواړي د جرمونو په مخنیوي کې ښې لاستهراوړنې ولري، نو خپل ولس دې له ځانه نه بېلوي، د خلکو احترام دې کوي او ستونزو ته یې دې رسېدنه وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي تېره ورځ په هرات کې د دغه ولایت له والي او یو شمېر ملکي او امنیتي چارواکو سره ناسته وکړه.
سرچینې لیکلي چې متقي په هېواد کې د اوسني اسلامي مرکزي نظام راتګ د «مجاهدینو» د کلک اطاعت، وحدت او قربانیو پایله وګڼله او په تعقیب یې، د ناستې ټول ګډونوال خپلمنځي همغږۍ او متقابل احترام ته را وبلل.
د ده په وینا، د امنیتي ځواکونو هلې ځلې دي چي ولس یي له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن کړی دی.
هغه چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې: «که غواړئ چې د جرایمو د کشف او خنثا په برخه کې ښې لاستهرا وړني ولرئ، نو خپل ولس له ځانه مه بېلوئ، د خلکو احترام کوئ او د هغوی ستونزو ته عاجله رسیدهګي کوئ .»
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې متقي فني او مسلکي کادرونه چې په ادارو کې کار کوي، د کارونو د ودې او پراختیا په برخه کې اغېزناک او مرستندویه وبلل.
ده یو ځل بیا وویل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی، اسلامي امارت ټولو ته عفوه کړې، هر څوک کولای شي ترې مثبته استفاده وکړي او په خپل هېواد کې ازاد او د عزت ژوند غوره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP