کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه ورځ کې له ایران څخه ۳ زره او ۱۹۱ افغان کډوال د اسلامکلا او ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (دوشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي، تېره ورځ (د لېندۍ ۶مه) په ایران کې مېشت درې زره او ۱۹۱ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه بېرته راستانه شوي چې ۹۶ کورنۍ (۳۲۵ کسان) او ۱۷۵۹ مجرد وګړي پکې شامل دي، د لېندۍ په ۶مه د اسلامکلا له لارې هېواد ته راغلي دي.
سرچینې زیاته کړې، له دې ډلې ۴۷۶ کسان یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه (IOM) دفتر ته ور پېژندل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ایران کې مېشت یو زر او ۱۰۷ نور افغان کډوال هم د لېندۍ په ۶مه، د ورېښمو پله له لارې، نیمروز ولایت ته راستانه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بېرته راستانه شوو کې د آتو کورنیو ۱۲۸ کسان او ۱۰۷۹ مجردان دي چې له ډلې یې ۱۸۸ کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د (IOM) دفتر ته ور پېژندل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې هم ګڼ شمېر کډوال له دې لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن