Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ۵۶ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول 

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): په واده کې د ډېر لګښت مخنیوي او د دغه فرهنګ دودولو په موخه، په کابل ښار کې د ۵۶ جوړو د واده ډله‌ییز مراسم ترسره شول.

دغه مراسم د «امام علي» خیریه فرهنګي بنسټ له لوري د یادو جوړو د سلګونو خپلوانو په ګډون، نن د کابل ښار د دشت برچي په «قصر دبۍ» هوټل کې ترسره شول.

د یاد بنسټ غړي محمدنعیم علي‌زاده د واده په دغو مراسمو کې وویل چې نن د ۵۶ جوړو د واده ګډ مراسم جوړ شوي، په ټوله کې د هرې جوړې لپاره شاوخوا ۲۸ زره افغانۍ لګول شوې دي.

د هغه په خبره، هر خاوند او مېرمنې ته د کور او جهیز د اړتیا وړ ۳۲ قلمه وسایل ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دا دویم ځل دی چې د یاد بنسټ له لوري د واده دغه ډول ډله‌ییز مراسم ترسره کېږي.

علي‌زاده وايي، د واده یاد ډله‌ییز مراسم د دغه فرهنګ د ترویج او له هغو ځوانانو سره د مرستې په پار ترسره کېږي چې په یوازې ډول د واده کولو لګښتونه نه شي پوره کولای.

په یادو مراسمو کې یوې ناوې راضیې هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کاله کېدل چې کوژده یې کړې وه، خو کوژدن یې د اقتصادي ستونزو له امله نه شوای کولای چې واده وکړي.

هغه په یادو مراسمو کې له ګډونه خوښه ده او وايي: «ډېر د خوښۍ ځای دی، داسې ځوانان لرو چې دا ډول مراسم ترسره او د لوړو لګښتونو مخنیوی کوي.»

هغې له نورو ځوانانو وغوښتل چې که په یوازې توګه د واده ترسره کولو توان نه لري، د واده په دغه ډول ګډو مراسمو کې دې ګډون وکړي.

نوموړې هیله‌مندي وښوده چې دغه ډول محفلونه پر یو فرهنګ بدل شي او ځوانان په کم لګښت د واده مراسم ترسره کړي.

په یادو مراسو کې یو زوم غلام سخي حیدري وویل: «نن مو د واده په دغه ډله‌ییزو مراسمو کې ګډون کړی، ډېر خوشحاله یم، د دغه ډول مراسمو ترسره کول د بېځایه لګښتونو مخنیوی کوي.»

هغه هیله‌مندي وښوده چې دغه ډول فرهنګ په هېواد کې نور هم دود شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.