Language

هلمند کې د یوه قومي مشر مړی موندل شوی

لښکرګاه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د دغه ولایت د یوه قومي مشر حاجي ادم خان پوپلزي جسد موندل شوی دی.

د یاد قومي مشر وراره قدرت‌الله مل پژواک ته وویل، تره يې له تېرې دوشنبې راهیسې له خپل موټر سره نادرکه شوی و او پرون يې مړی د لښکرګاه په چهل متره سیمه کې موندل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزيات ور نه کړل، خو د یاد کلي یوه اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل چې د پوپلزي مړی په څاه کې پيدا او په ډزو وژل شوی دی.

بلخوا، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک ته وویل چې دوی تر اوسه په دې اړه معلومات نه لري.

د یادونې ده، ادم خان پوپلزی د هلمند د ناوې ولسوالۍ د هزارس سیمې اوسېدونکی او مشهور قومي مشر و .

Related Topics