ګردېز (پژواک، ٨ لېندۍ ١۴٠١): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه دارالايتام او مدرسې جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقادر احمدي پژواک ته وويل: «دغه ديني مدرسه او دارالايتام د ترکيې هېواد په مرسته جوړېږي چې مالي لګښت يې درى نيم لکه امريكايي ډالره کېږي.»
نوموړى وايي چې دغه ودانۍ د ګردېز اړوند په تېرې سيمه کې پر يو نيم جريب ځمكه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
د احمدي په خبره، د مدرسې دغه ودانۍ په څلورو پوړونو کې جوړېږي چې دننه ودانۍ به خوړنځاى، تالار، کتابتون او نورې اړينې برخې ولري.
ده وویل، د يادې ودانۍ مالي لګښت د ترکيې هېواد له لوري ورکول کېږي چې چارې به يې د لسو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
دغهراز د يادې مدرسې مسٶول قاري روحالله عبيده پژواک ته وويل: «دغه مدرسه به ليليه ولري او د ديني زدهکړو ترڅنګ به عصري زدهکړې هم په کې ورکول کېږي.»
نوموړي وويل، په دې مدرسه کې به د يتيمانو او بې سرپرسته ماشومانو په ګډون ٥٠٠ کسان زدهکړې کوي.
د یادولو ده چې له تېر کال راهيسې د پکتيا په مرکز او ولسواليو کې د شاوخوا لسو ديني مدرسو د بنسټ ډبرې ايښودل شوې چې يو شمير يې د ترکيې هېواد په مالي لګښت جوړېږي.
Views: 224
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن