ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ایران ته ماتې ورکړه او کوربه هېواد قطر درېیمه لوبه هم بایلوده

د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ایران ته ماتې ورکړه او کوربه هېواد قطر درېیمه لوبه هم بایلوده

author avatar
30 Nov 2022 - 02:57
د فوټبال نړیوال جام؛ امریکا ایران ته ماتې ورکړه او کوربه هېواد قطر درېیمه لوبه هم بایلوده
author avatar
30 Nov 2022 - 02:57

اټلانټا (پژواک، ۸ لیندۍ ۱۴۰۱)‍‍: د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې امریکا ایران ته ماتې ورکولو سره له انګلستان ، سینیګال او نیدرلینډ سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

د سه شنبې په ورځ لومړۍ لوبه د کوربه قطر او نیدرلینډ ترمنځ ترسره شوه، چې نیدرلینډ په اسانۍ سره دوه پر صفر دا لوبه وګټله، دغې بریا سره نیدرلینډ دویم پړاو ته لاره پیدا کړه او قطر لا دمخه له دې سیالیو څخه وتلې وه.

ورځې دویمه لوبه د ایکواډور او سینیګال ترمنځ ترسره شوه، چې دوه پر یو د سینیګال په بریا پای ته ورسېده .

له دې لوبې وروسته ایکواډور له سیالیو ووتله او سینیګال دویم پړاو ته لاره موندله.

د سه شنبې په ورځ درېیمه ددوو ګاونډیانو انګلستان او ویلز ترمنځ ترسره شوه، تر لومړۍ نیمایي پورې لوبه صفر په صفر مساوي وه، خو تر وقفې وروسته انګلستان درې ګولونه ووهل او لوبه یې درې پر صفر وګټله.

دغې بریا سره انګلستان له سینیګال سره له ب ګروپ څخه دویم پړاو ته ولاړل.

د ورځې څلورمه او مهمه ددوو سیاسي مخالفینو امریکا او ایران ترمنځ ترسره شوه، چې امریکا یو پر صفر وګټله، ایران په وروستیو شېبو کې ډیرې هڅې وکړې چې ګول ووهي، خو امریکایي دفاعي لوبغاړو له خپل ګول څخه په کلکه دفاع وکړه.  دغه راز امریکا هم دې بریا سره دویم پړاو ته لاره پیدا کړه.

تر اوسه فرانسه، برازیل، پرتګال، امریکا، انګلستان، نیدرلینډ او سینیګال دویم پړاو ته تللي دي.

د ۳۲ هېوادونو لوبډلو په ګډون سره د فوټبال نړۍوال جام سیالۍ د لړم په ۳۰مه، په قطر کې پیل شوې دي.

په دې سیالیو کې ګډونوال ۳۲ هېوادونه په اتو ګروپونو کې وېشل شوي او په هر ګروپ کې د څلورو هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) وایي، په الف ګروپ کې قطر، اېکواډور، سنیګال او نیدرلینډ، په ب ګروپ کې انګلستان، ایران، امریکا او ویلز، په سي ګروپ کې ارجنټاین، سعودي عربستان، مکسیکو او پولینډ، په دال ګروپ کې فرانسه، اسټرالیا، ډنمارک او تونس لوبډلې شاملې دي.

د سرچینې په وینا، دغه‌راز په ي ګروپ کې هسپانیه، کوسټاریکا، جاپان او جرمني، په ف ګروپ کې بلجیم، کاناډا، مراکش او کروشیا، په جي ګروپ کې برازیل، سربیا، سویس او کمیرون، په ایچ ګروپ کې پرتګال ، غانا، یوراګوی او د جنوبې کوریا لوبډله شامله ده.

د فیفا د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې، په اتو لوبغالو کې، په یوه میاشت کې ترسره کېږي.

 

Visits: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.