ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ په اړه وروستي معلومات

په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ په اړه وروستي معلومات

author avatar
30 Nov 2022 - 04:47
په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ په اړه وروستي معلومات
author avatar
30 Nov 2022 - 04:47

اټلانټا (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۱) : د راپورونو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۶۴۶ میلیونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته او څه د پاسه شپږ نیم میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

د کرونا ویروس په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې لومړی د چین په اوهان ښار کې وموندل شو او د وخت تېرېدو سره د نړۍ ټولو هېوادونو او سیمو ته یې سرایت وکړ.

د کرونا ناروغۍ په اړه د ورځنیو معلوماتو او شمېرو د خپرونکې نړیوالې وېب پاڼې له مخې، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۶۴۶ کسان پر کرونا اخته شوي دي او څه د پاسه شپږ نیم میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې له یادو ناروغانو څخه ۶۲۵ میلیونه کسان بېرته له کرونا څخه ښه شوي دي.

د یادې وېبپاڼې د معلوماتو له مخې تر ټولو زیات څه دپاسه سل میلیونه کسان په امریکا کې پر کرونا اخته شوي دي، یو میلیون او سل زره کسان په امریکا کې له کرونا څخه مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه راز په هندوستان کې ۴۴ میلیونه کسان پرې اخته او څه د پاسه ۵۰۰ زره کسان مړه شوي، په فرانسه کې ۳۷ میلیونه کسان پرې اخته او ۱۵۰ زره مړه شوي، په جرمني کې ۳۶ میلیونه، په برازیل کې ۳۵ میلیونه، په جنوبي کوریا کې ۲۷ میلیونه، په جاپان ، ایټالیا او بریتانیا کې ۲۴ ، ۲۴ میلیونه او په روسیه کې ۲۱ میلیونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

دغه راز په جرمني کې ۱۵۷ زره کسان، په برازیل کې ۶۸۹ زره کسان، په کوریا کې ۳۰ زره کسان، په جاپان کې ۴۹ زره کسان، په ایټالیا کې ۱۸۱ زره کسان، په بریتانیا کې ۱۹۶ زره کسان او په روسیه کې ۳۹۱ زره کسان مړه شوي دي.

د افغانستان په ګاونډیو کې بیا په پاکستان کې یو نیم میلیون کسان پرې اخته او ۳۰ زره مړه شوي، په چین کې ۳۱۵ زره کسان پرې اخته او څه دپاسه پنځه زره مړه شوي، په ایران کې اوه نیم میلیونه کسان پرې اخته او ۱۴۴ زره کسان مړه شوي، په تاجکستان کې ۱۷ زره کسان پرې اخته او ۱۲۵ تنه مړه شوي، په ازبکستان کې ۲۴۶ کسان مړه او ۱۶۳۷ کسان مړه شوي دي.

د افغانستان په اړه سرچینې لیکلې چې هلته ۲۰۵ زره کسان پر کرونا اخته ۷۸۳۳ کسان ترې مړه شوې دي.

یادې سرچینې ویلي چې اوس هم هره ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان پر کرونا اخته او ۸۰۰  کسان له کرونا څخه مړه کېږي.

 

Visits: 76

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.