Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان په ۱۳ لویو ښارونو کې د ازادۍ راډیو پر خپرونو بندیز ولګېد

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان په ۱۳ لويو ښارونو کې پر ايف‌ايم څپو د ازادۍ راډيو خپرونې بندې کړې خو بل لورته امریکا غږ هم وایي چې د دوی خپرونې  بندې شوې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو ريیس عبدالحق حماد د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «دا راډيو چې د امريکايي اشغال له پيل سره يې نشرات پيل کړي وو، د ژورناليستيکي اصولو د نه مراعت کولو او يو طرفه خپرونو له امله وتړل شوه.»

له بل لوري، امریکا غږ هم راپور ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا سر له ننه (د لېندۍ ۱۰مه) د دوی خپرونې بندېږي.

امریکا غږ راډیو تر دې پرېکړې مخکې د ایف‌ام پر څپو په افغانستان کې د ورځې ۱۲ ساعته خپرونې درلودې چې شپږ ساعتونه یې پښتو او شپږ یې دري وې.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر ولرو، خو تراوسه یې څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، تر دې مخکې د افغانستان سرپرست حکومت د اشنا تلویزون خپرونې - چې له تېرې یوې لسیزې راهیسې د افغانستان د ملي تلویزون، طلوع، طلوع نیوز او لمر څخه خپرېدې - هم بندې کړې دي.

د امریکا غږ چې په افغانستان کې دننه شاوخوا ۷.۳ میلیون اورېدونکي لري، اعلان کړی چې له دې وروسته به په افغانستان کې دننه خپلو اورېدونکو ته له بهر څخه د ۹۷۲ کیلو هرتز منځنۍ څپو له لارې خپرونې کوي.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته ۲۱۹ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې دي او تر دې مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.