ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار وایي، له ځانمرګي بریده خپله روغ وتلی خو یو کس یې وژل شوی

حکمتیار وایي، له ځانمرګي بریده خپله روغ وتلی خو یو کس یې وژل شوی

author avatar
2 Dec 2022 - 18:17
حکمتیار وایي، له ځانمرګي بریده خپله روغ وتلی خو یو کس یې وژل شوی
author avatar
2 Dec 2022 - 18:17

کابل (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، پر جومات یې دوو ځانمرګو برید کړی، دی ترې روغ وتلی، خو درېیو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو مسوول همایون جریر د لېندۍ په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته د کابل د دارالامان پر سړک  د دغه ګوند پر مرکزي دفتر – چې جومات هم پکې دی – د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه او برید شوی دی.

Hikmatyar

د حزب اسلامي دفتر مخې د موټر بم چاودنه

هغه په دې اړه نور جزئیات ورنکړل، خو وويل چې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ته کوم زیان نه دی اوښتی.

تر یادې پېښې څو ساعته وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه ویډیو کې راښکاره شو او خلکو ته یې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړ.

د نوموړي دغه ویډیو چې د «بریا» په نوم ټلویزیوني چینل کې خپره شوې، حکمتیار وایي چې بریدګر دوه کسان وو، په چادریو کې راغلل او د ځانمرګو پر واسکټونو سمبال وو.

هغه زیاته کړې، دوی د جومات مخې ته بهر پر ولاړو لمونځ‌کوونکو ډزې وکړې او هڅه یې کوله چې جومات ته ننوځي، خو د ساتونکو له خوا دواړه بریدګر ووژل شول.

حکمتیار وایي : «دا یوه ناکامه هڅه وه، د هغو له لوري چې پخوا یې هم دا ډول هڅې کړې وې، دا به  وروسته معلومېږي چې برید د چا له لوري شوی دی؛ موږ د دې اوږدې مبارزې ۵۴ کلونو کې په وار وار دې ته ورته حوادثو سره مخامخ شوي یو.»

هغه وایي، کومه مرمۍ چې الله تعالی ده لپاره ټاکلې وي، خپل هدف نه غلطوي؛ خو هغه مرمۍ  چې ده لپاره نه وي ټاکل شوې، هیڅ نه شي کولی؛ که مرګ او ژوند له الله تعالی پرته د بل چا په لاس کې وای، نو په وار وار به وژل شوی وای.

د حزب اسلامي مشر زیاته کړې: «دا  ډول کارونه زموږ د مبارزې پر وړاندې خنډ نه شي کېدای. د خپل ملت ترڅنګ به یم، له حقوقو به یې دفاع کوم، امنیت راولو، اسلامي نظام به قایموو، د ژوند تر اخري سلګۍ به دې مبارزې ‍‍ته ادامه ورکوو.»

په ټولنیزو شبکو کې د ځانمرګو بریدګرو په خپرو شوو تصویرونو کې ښکاري چې دواړه ځوانان دي او د حزب اسلامي د جومات مخې ته یې جسدونه پراته دي.

یوې بلې سرچینې پژواک ته وویل چې بریدګر په یوه موټر کې راغلي وو، لومړی یې د حزب اسلامي دفتر مخې ته خپل موټر ته چاودنه ورکړې او بیا دننه تللي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پېښې د تایید ترڅنګ وایي چې بریدګر له منځه وړل شوي، خو د نورو تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې په اړه به کره پلټنې کوي او عاملین به یې معلوموي.

Views: 246

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.