Language

بلخ کې د یوه سړک جوړېدو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحيې اړوند سیمه کې څوارلس‌نیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېت چارې پيل شوې.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي، دغه سړک د مزارشریف ښار پنځمې ناحیې نهرتوپ سیمه کې د مزار ښاروالۍ له خوا رغول کېږي.

دی وايي، دغه سړک ۷۴۵ متره اوږد او اووه متر سور لري او په وینا يې په جوړېدو سره به يې د سلګونو کورنیو ترانسپورټي ستونزې حل شي.

د سیمې خلک هم د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.

login or register a new account.

Related Topics