مزارشریف (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ د مرکز مزارشریف ښار پنځمې ناحيې اړوند سیمه کې څوارلسنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک د کانګرېت چارې پيل شوې.
د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق وایي، دغه سړک د مزارشریف ښار پنځمې ناحیې نهرتوپ سیمه کې د مزار ښاروالۍ له خوا رغول کېږي.
دی وايي، دغه سړک ۷۴۵ متره اوږد او اووه متر سور لري او په وینا يې په جوړېدو سره به يې د سلګونو کورنیو ترانسپورټي ستونزې حل شي.
د سیمې خلک هم د ښاروالۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي.
د سیمې یو اوسېدونکی شېرجان نقشبندي وایي، له شلو کلونو راهیسې د دې سیمې خلکو پخې لارې نه درلودې او له ګڼو ستونزو سره مخ و.
ده زیاته کړه، هیله ده د دغه سړک په جوړېدو سره به د ترانسپورټ په برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی نورمحمد مندوزی هم وايي، خلک د ښاروالۍ له دغه اقدمه خوښ دي او هیله ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره د تګ راتګ په برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










