کندهار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): کندهار کې د ښاروالۍ له خوا د ښاري نظم او د سړکونو له غاړو د لاسي کراچیو لري کولو په موخه د غرفو ايښودو لړۍ پيل کړه.
د دغو غرفو وېش د کندهار ښار څلورمې ناحیې اړوند د جمهوریت له څلورلارې پيل شوی او په لومړي ګام کې شل غرفې کېښودل شوې چې مستحقو کسانو ته به د میاشتې په ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکول کېږي.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرتالله الوصال وویل، پلان لري چې د دغو غرفو شمېر ۴۰۰ ته ورسوي او د ښار په هغو مهمو برخو کې یې کېږدي چې بېنظمي او ګڼهګوڼه وي.
هغه زیاته کړه: «موږ دا کار له خصوصي سکټور سره په ګډه کوو څو په ښار کې نظم مراعات شي او په عین حال کې هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي، نو دا لړۍ به موږ نوره هم وغځوو.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP