ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار ښار کې د ښاري نظم په موخه کراچۍ‌لرونکو ته د غرفو اېښودو بهیر پيل شو

کندهار ښار کې د ښاري نظم په موخه کراچۍ‌لرونکو ته د غرفو اېښودو بهیر پيل شو

author avatar
3 Dec 2022 - 17:12
کندهار ښار کې د ښاري نظم په موخه کراچۍ‌لرونکو ته د غرفو اېښودو بهیر پيل شو
author avatar
3 Dec 2022 - 17:12

کندهار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): کندهار کې د ښاروالۍ له خوا د ښاري نظم او د سړکونو له غاړو د لاسي کراچیو لري کولو په موخه د غرفو ايښودو لړۍ پيل کړه.

د دغو غرفو وېش د کندهار ښار څلورمې ناحیې اړوند د جمهوریت له څلورلارې پيل شوی او په لومړي ګام کې شل غرفې کېښودل شوې چې مستحقو کسانو ته به د میاشتې په ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکول کېږي.

په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت‌الله الوصال وویل، پلان لري چې د دغو غرفو شمېر ۴۰۰ ته ورسوي او د ښار په هغو مهمو برخو کې یې کېږدي چې بې‌نظمي او ګڼه‌ګوڼه وي.

هغه زیاته کړه: «موږ دا کار له خصوصي سکټور سره په ګډه کوو څو په ښار کې نظم مراعات شي او په عین حال کې هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي، نو دا لړۍ به موږ نوره هم وغځوو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.