کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت مسوولین وایي، په کابل کې یې تر اوسه ۹۲۵۱ جریب دولتي غصب شوې ځمکه تثبت کړې چې له څېړنو وروسته به راوګرځول شي.
د عدلیې وزارت ویاند مولوي عبدالحمید جهادیار د لېندۍ په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې په کابل ولایت کې د ملا جاوېد ښارګوټى، د ملا ترهخېل ښارګوټى او د بګرامي ولسوالۍ د ګوسفند درې له غصب شوو سیمو لیدنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، ۸۹۰۰ جریب دولتي ځمکه د بګرامیو ولسوالۍ په ګوسفند درې سیمه کې، ۲۰۰ جریب د کابل دوولسمې ناحیې اړوند د ملا جاوېد ښارګوټي کې او ۱۵۱ جریب بیا د بند غازي سړک په اوږدو کې غصب شوې ده.
هغه دغه راز وویل چې د ملاترهخېل ښارګوټي ته له څېرمه سیند سره نږدې زراعتي ځمکه غصب شوې چې د تخنیکي کمېټې له لوري تثبت شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې تخنیکي ټيم په دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې پیل کړې او له نهایي پرېکړې وروسته به غصب شوې دولتي ځمکې بېرته راوګرځول شي.
هغه دا هم وویل، په دغو غصب شوو دولتي سیمو کې د خلکو له لوري نوی تصرف منع اعلان شوی او په کومو ځمکو کې چې تاسیسات جوړ شوي، د کمېسیون له پرېکړې وروسته به یې د بېرته راګرځولو او يا هم ویجاړولو تصمیم ونیول شي.
د يادونې ده، په هېواد کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د لړم په اتمه نېټه جوړ او کار يې پیل کړى دى.
دغه کمېسيون د عدلیې، کرنې او اوبولګولو، ښارجوړولو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ له استازو جوړ دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP