ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خبریالان: معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې لرو

د غزني خبریالان: معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې لرو

غزني ښار (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د حکومت مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او د ستونزو هواري په موخه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې خبریالانو د غزني له والي او یو شمېر نورو ادارو له مسوولینو سره خپلې ستونزې او غوښتنې شریکې کړې او معلوماتو ته پر لاسرسي یې ټینګار وکړ.

په سوېل‌ختیځ زون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسوول ګلاب امیري وویل، غزني مېشتي خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «اطلاعاتو ته لاسرسی بشري حق او په افغانستان کې د قانون له مخې پېژندل شوی ارزښت دی چې باید چارواکي پام ورته وکړي.»

په غزني کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریالې مریم ساپۍ وویل، خبریالان- چې د ټولنې د سترګو حیثیت لري او اطلاع رسونه یې له مهمو دندو ګڼل کېږي- له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه، دولتي ادارې او مسوول چارواکي له خبریالانو سره پر وخت معلومات نه شریکوي چې دې ستونزې د خبریالانو پر کار او فعالیت سیوری غوړولی دی.

د سعادت په نوم د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ خبریال میاګل صدیق وویل، ادارې مکلفې دي چې خبریالانو او رسنیو ته لږ تر لږه د یوې کاري ورځې په موده کې غوښتل شوي اطلاعات ورکړي، خو له بده‌مرغه خبریالان د ډېرو عادي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره اوونۍ او میاشتې انتظار باسي.

د غزني والي مولوي محمداسحاق اخندزاده د خبریالانو د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې حلوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د رسنیو ملاتړ ته ژمن یو، د معلوماتو په ورکړه کې او په نورو برخو کې، خو له رسنیو او خبریالانو غواړو چې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې او ملي ګټو ته پام دې فعالیت وکړي.»

نوموړي دا هم وویل، که دده په اداره کې هر مسوول له ژورنالیستانو سره د شریعت خلاف عمل وکړ، پر وړاندې به یې ټینګ ودرېږي او له اړوند مسوول سره به قانوني چلند کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نثاراحمد غزنوي هم خبریالانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکوي.

هغه وویل: «په تېر یونیم کال کې په غزني کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې هیڅ پېښه نه ده شوې، بلکې له هغوی سره همکاري شوې ده، همدا د دې ښکارندويي کوي چې اسلامي امارت د ازادو رسنیو فعالیت ته ژمن دی.»

د ناستې په پای کې خبریالانو د خپلو ستونزو د حل په موخه غوښتنه وکړه چې ورته ناستې دې ډېرې شي.

Visits: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.