Language

ماليې وزارت: د ۶۵،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت وارد شوو توکو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوی

کابل (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د مالیې وزارت وايي، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې هېواد ته د ۶۵،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت وارد شوو توکو ته ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان چې اوسمهال ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، مالیې وزارت د نړۍوالو سازمانونو او موسسو د بشري مرستو ګمرکي طی مراحلو ته لومړیتوب ورکړی چې د «اسیکوډا» نړۍوال سیستم په واسطه یې په ګمرکي طی مراحلو بهیر کې چټکتیا او اسانتیا برابره شوې ده.

سرچینې لیکلي، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لارې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې، د ۶۵،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت درمل، طبي ماشین‌الات او خوراکي توکو ته - چې د نړۍوالو مرستندویانو له لوري افغانستان ته وارد شوي - ګمرکي معافیت ورکړل شوی دی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو توکو د خدمتونو فیس له درکه ۵۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.