ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا یعقوب: ټول افغانان حق لري په نظام کې برخه ولري او خدمت وکړي

ملا یعقوب: ټول افغانان حق لري په نظام کې برخه ولري او خدمت وکړي

author avatar
5 Dec 2022 - 00:05
ملا یعقوب: ټول افغانان حق لري په نظام کې برخه ولري او خدمت وکړي
author avatar
5 Dec 2022 - 00:05

اټلانټا (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب د ټولو افغانانو ترمنځ پر زغم، اتحاد او یووالي د ټینګار ترڅنګ ویلي چې ټولو قومونو ته به په حکومت او سیاست کې برخه ورکړل شي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د لېندۍ په ۱۳مه خپره شوې یوه خبرباڼه کې راغلي چې سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب "مجاهد" نن په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو يو شمېر افغانانو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير هلته د مېشتو هېوادوالو ستونزې واورېدې او د هغو پر حل یې د ټینګار ترڅنګ وويل: «افغانستان د ټولو افغانانو کور دی؛ که هغه دننه په هېواد کې وي او که بهر، باید په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ ټول باید د هېواد په ودانولو او پرمختګ کې ونډه واخلو.»

هغه وویل، د هېواد د ټولو سرحدونو امنیت یې ټینګ کړی، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې یوه لوېشت هم د افغانستان خاوره لاندې کړي، د خپل سر په قیمت او په هر قیمت به یې ساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.