ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال د سلو بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۵ زره کسانو د غزني له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده

سږ کال د سلو بهرنیو سیلانیانو په ګډون ۱۵ زره کسانو د غزني له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده

غزني ښار (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، له تېر یونیم کال راهیسې د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې په موخه، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی دی.

د یاد ریاست د اطلاعاتو امر منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال شاوخوا ۱۵ زره سیلانیانو د غزني له تاریخي سیمو لیدنه کړې چې تر ۱۰۰ ډېر یې بهرنیان وو.

ده زیاته کړه، کورني سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او بهرني سیلانیان له امریکا، کاناډا، جرمني، اندورا، کینیا، ناروې، ترکیې، هالنډ، پولنډ، ایټالیا، مقدونیې، هسپانیا، مصر، چین، فرانسې او نورو ګاونډیو هېوادونو دغه ولایت ته ورغلي دي.

هغه وايي، دغه لړۍ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده او ګڼ بهرني سیلانیان د دغه تاریخي ولایت ليدلو ته ور مات شوي دي.

د نوموړي په خبره، سیلانیان د غزني له تاریخي ابداتو، موزیم، ملي پارک، زیارتونو او نورو لرغونو سیمو څخه لیدنه کوي.

هغه د بهرنیو سیلانیانو په ډله کې چارلس د کېنیا، عمر حامد د هسپانیې او جولین بوسچ د جرمني وګړي یاد کړل چې همدا تېره اوونۍ د دغه ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو سیل او لیدلو ته ورغلي وو.

دا چې دغه راز سیلانیانو ته په یاد ولایت کې کومې اسانتیاوې برابرې شوې، نوموړي وویل: «د ګرځندوی په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي، امنیت په بشپړه توګه خوندي دی او هر څوک کولای شي د سیاحت په موخه دغه ولایت ته راشي.»

بریالی ګران یو له هغو افغان سیلانیانو دی چې تازه له بلخ څخه غزني ته د تاریخي سیمو لیدلو لپاره راغلی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «غزني واقعاً یو لرغونی او تاریخي ولایت دی چې زیارتونه، ملي موزیم، تاریخي ابدات او نورې لرغونې سیمې یې په بیا بیا لیدلو ارزي.»

دی زیاتوي، د غزني په موزیم کې زرګونه اثار موجود دي چې له اسلام مخکې او وروسته دورو (باختریانو، کوشانیانو، غزنویانو، غوریانو، ساسانیانو او نورو…) پورې تړاو لري.

هغه دغه اثار ډبرین، فلزي، چرمي سفالي، کاشي او مسي یاد کړل چې ځیني یې ان تر ۲۵۰۰ کلونو لرغونتیا لري.

بلخوا، د غزني ځايي اوسېدونکي وايي، که حکومت په دغه ولایت کې اسانتیاوې ډېرې او د بیارغونې چارې چټکې کړي، نو سیلانیان به لا ډېر شي چې په پایله کې به یې د دوی اقتصاد هم ورسره وغوړېږي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت دې په دغه ولایت کې د جګړو له امله ویجاړې شوې لارې ورغوي او نورې پرمختیايي پروژې دې پلې کړي څو دغه ولایت ته ډېر سیلانیان رامات شي.

دی وايي، له دې لارې به ډېر عواید ترلاسه شي چې هم به حکومت ته ګټه ورسېږي او هم به د ځايي خلکو ژوند ښه شي.

غزني د هېواد په سوېل‌ختیځ زون کې لرغونی ولایت دی چې له ۲۰۰ ډېر تاریخي ابدات، لرغونې سیمې او تفریحي ځایونه لري او د نړۍ مورخینو او لرغونپوهانو یې په اړه په خپلو اثارو کې یادونې کړې دي.

له دې جملې یوه هم د دغه ولایت د ناور دښته ده چې د تېر حکومت پرمهال په ملي پارک ونومول شو.

Visits: 268

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.