Language

لغمان کې د لسو ژورو څاګانو کیندلو چارې پيل شوې

مهترلام (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په مرکز، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ژورو څاه‌ګانو کېندلو کار پيل شو.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال نن (د لېندۍ ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څاه‌ګانې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ کېندل کېږي چې لګښت يې ۳۷ میلیونه ۲۶۹ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

ده زیاته کړه، دغه څاه‌ګانې په یو شمېر ښوونځيو او کلیو کې جوړېږي چې چارې به يې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

نوموړي وویل چې د یادو څاه‌ګانو په کېندلو سره به ۱۲۶۶ کورنیو او ۱۳۲۹۰ زده‌کوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

login or register a new account.